CRI Online

د چين په پوځي پريډ کې روسي ډلګی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-30 19:54:11


روسي ډلګی په بېجينګ کې د پوځي پريډ لپاره د پوځي تمرين په ترڅ کې

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د خلکو ازادۍ ځواکونو په بلنه به روسي ډلګی او پوځي پلاوی د سپتمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په هغه پوځي پريډ کې کې ګډون وکړي چې د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په موخه به ترسره شي.

د سي ار ای خبريالانو په دې وروستيو ورځو کې د بېجينګ په چانګ پينګ سيمه کې د بهرنيو ډلګيو له اډې څخه ليدنه وکړه او هلته يې د روسي ډلګي له سرتيريوسره مرکه وکړه.

انتون مخېلوف د روسي ډلګي يو سرتيري دی ، هغه د مرکې په ترڅ کې وويل، دا د هغه وياړ دی چې د بېجينګ په تيان ان من مېدان کې به په لوی پوځي پريډ کې ګډون وکړي. روسي پوځيان به تل د فاشيزم پرضد نړيواله جګړه کې اتلان په ياد ولري.(زرينه)


 روسي ډلګی د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې په اړه د انځورونو له نندارتون څخه د ليدنې په حال کې


روسي ډلګی په بېجينګ کې د پوځي پريډ لپاره د پوځي تمرين په ترڅ کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای