CRI Online

د سي ار ای اوريدونکو له اوسچويتز متمرکز کامپ څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-30 19:57:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين نړيوالې راډيو د اوريدونکو يو کلب د اګست په ٢٩ مه نېټه د پولنډ په جنوب کې له اوسچويتز متمرکز کامپ څخه کوم چې د مړينې فابريکې په توګه ياديږي، ليدنه وکړه او د دغې ليدنې له لارې يې د فاشيزم د جرم په اړه معلومات ترلاسه کړي او په دې توګه يې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې يادونه وکړه.

سږکال د جاپاني تيري پرضد د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ٧٠ مه کاليزه ده او د دغې کاليزې د نماځنې په موخه په چين او د نړۍ په ډېرو ځايونو کې ډول ډول فعاليتونه ترسره شوي دي. د ٢٩ مې نېټې په سهار د چين نړيوالې راډيو شل اوريدونکو چې په جلاجلا توګه د چين د لېجينګ، های نان، ان هوی او داسې نورو ځايونو اوسيدونکي دي، د پولنډ په جنوب کې له اوسچويتز متمرکز کامپ څخه ليدنه وکړه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای