CRI Online

په کينيا کې د ٢٠١٥ کال د ترکنا سيلانيز فېسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-30 20:37:32


ځايي اوسيدونکي د قومي نڅا کولو په ترڅ کې

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اګست په ٢٨ مه نېټه د کينيا په شمال لويديځ کې د ترکنا په قبايلې سيمه کې د ٢٠١٥ کال د ترکنا سيلانيز فيسټيوال پرانيستل شو او دغه فيسټيوال د کينيا د بېلابېلو قبايلي سيمو ډېر اوسيدونکي او د يوګانډا، اتوپيا او جنوبي سوډان په شمول د ځينو ګاونډيو هېوادونو څه باندې ١٥٠٠٠ سيلانيان جلب کړي دي.

په ١٩٨٤ کال کې د چاډ ليکي په نوم يو انسان پېژندونكي په ترکنا سيمه کې د لرغوني انسان فوسيل پيدا کړ، نو ترکنا د انسانانو د سرچينو له ځايونو څخه يو ګڼل کيږي. د ترکنا سيلانيز فيسټيوال په ٢٠٠٨ کال کې پيل شو او د دې فيسټيوال هدف د دغې سيمې د دودونو او کلتور ساتل او خپرول دي.(زرينه)


ځايي اوسيدونکي د قومي نڅا کولو په ترڅ کې


ځايي اوسيدونکي د قومي نڅا کولو په ترڅ کې


1 2
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای