د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اردن پاچا عبدالله ٢ بن حسين د اګست په دېرشمه نېټه د اردن په پلازمينه عمان کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره وکتل. دواړو خواوو د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د بيا پيل په اړه بحث وکړ.
د اردن امپراطورۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، عبدالله ٢ بن حسين په همدې ورځ له عباس سره د خبرو اترو په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې اردن به د فلسطين او اسراييلو د ګډ ژوند لايحې له مخې تر وسې پورې کوښښونه وکړي او د سيمې او نړۍ له اړوندو خواوو سره به همغږی وکړي تر څو د فلسطين او اسراييلو تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو بيا پيل وهڅول شي. اردن به د فلسطينيانو په خوا کې ولاړ وي.
عباس په بېلا بېلو ساحو کې د فلسطينيانو د ملاتړ په اړه له اردن څخه مننه څرګنده کړه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |