CRI Online

د عراق د هوايي پوځ د بمبارۍ له امله د داعش څو تنه مشران ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 09:15:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اګست په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د عراق هوايي پوځ په وروستيو ورځو کې په انبار ايالت کې د داعش ډلې پر يوه پټنځاي بمبارۍ وکړې چې په نتيجه کې يې د داعش څو تنه مشران ووژل شول.

د عراق پوځ ګډې لارښوونکې ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د عراق هوايي پوځ په کايم ښار کې پر يوې ودانۍ بمباري وکړه او د داعش ډلې يو شمېر غړي يې ووژل چې پکې پنځه تنه د دې ډلې هغه مشران هم شامل وو چې د عراقي پوځ پر دوو تنو جنرالانو يې بريد طرحه کړی و. په دې اعلاميه کې د عراق د هوايي پوځ د بمباريو وخت نه دی څرګند شوی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای