CRI Online

په هانکانګ کې د جاپاني تېري ضد د چينايانو جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره ګزموي فعاليت ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 09:55:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په دېرشمه نېټه، د جاپاني تېري ضد د چينايانو جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې په موخه، د هانکانګ د مدني ټولنو ځوانانو او د تقاعد شويو سرتيريو ځينو ادارو په هانکانګ کې ګزموي فعاليت ترسره کړ.

د هانکانګ د ځانګړې ادارې د ملکي چارو ارګان مشر ليو جيانګ هوا وويل هانکانګ د جاپاني تېري پر ضد مبارزه کې يوه مهمه اډه وه. هانکانګ د يادې جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره د راتلونکې سپتمبر درېيمه نېټه د اختر په توګه وټاکله او يو لړ فعاليتونه به ترسره شي. هغه هيله څرګنده کړه چې د هانکانګ ځوانان د يادې جګړې تاريخ ښه پېژني او اوسني ثبات او سمسورتيا ته لومړی اهميت ورکوي.

د يو بل خبر له مخې، د تايوان پوهنتون او د تايوان سياسي پوهنتون په شمول د تايوان د اوو پوهنتونونو د ټولنو نولس تنه استازي به د اګست له دېرشمې نېټې څخه د سپتمبر تر شپږمې نېټې پورې د چين د ګوانګ جو، هو نان او هه بې په شمول له ځينو ځايونو څخه ليدنه وکړي چې دا ټول د جاپاني تيري پر ضد د جګړې پاتې ځايونه دي تر څو دوی  په ښه توګه د دې جګړې په اړه تاريخ وپېژني. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای