د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې په اړه د تيان شان د لومړۍ دورې فورم څو ورځې مخکې په اورمچي ښار کې جوړ شو چې موخه يې د اقتصادي کمربند د جوړولو لپاره دايمي او ستراتيژيکي ملکي تبادلوي ډګر جوړول دي.
د پاکستان او افغانستان مېلمنو له چيني کارپوهانو سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړونې په ترڅ کې د چين ، پاکستان او افغانستان تر منځ د تبادلې او همکارۍ په اړه بحثونه وکړل. ګډون کوونکو د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړونې او په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګونې په هکله هم ويناوې وکړې.
د ګډون کوونکو په اند، چين په تېر کال کې د توليدي انرژۍ د همکارۍ نوې نظريې وړاندې کړې چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره يې نوي مالومات او نوې لارې چارې وړاندې کړې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |