د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست د دېرشمې نېټې د ماسپيښن تر درېيو بجو پورې، په تيا جين کې د شوې چاودنې له امله د وژل شويو کسانو شمېر يو سلو او پنځوسو تنو ته ورسېد چې په کې يو سلو او څلور د اور وژونکۍ ادارې کارکوونکي، يوولس پوليس او اته پنځوس عام وګړي شامل دي. اوه سوه او اته نوي تنه بستري دي. د پېښې ځای ته نژدې د بين های شين چو په سيمه کې درې سوه ښوونځي په ټاکلي وخت خلاص شي.
د اګست په نهه ويشتمې نېټه د شپې له دوولسو بجو څخه د بلې شپې تر دوولسو بجو پورې، دغې پېښې ته په نژدې سيمه کې په اتلسو چاپيريال څيړنيزو مرکزونو کې د هوا کفيت د هېواد له معيار سره سمون لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |