CRI Online

د کتابونو دوه ويشتم نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 10:30:23

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کتابونو دوه ويشتم نړيوال نندراتون د اګست په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد. د اولې شمېرنې سره سم، تر اوسه پورې په دغه نندراتون کې د کتابونو د چاپ حق په اړه د تجارتي تړونونو شمېر څلور زره اوه سوه او يويشتو ته رسېدلی دی چې د پروسږ کال په پرتله اته عشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی.

د بريټانيا، فرانسې، امريکا، جنوبي کوريا، جاپان او هند په ګډون د څو هېوادونو يو زرو درې سوه او پنځو کتاب چاپېدوونکيو شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون وکړ چې دا شمېر د پروسږ کال په پرتله شپږ اعشاريه دوه سلنه زياته شوې ده.

په دې نندارتون کې د چيني خوب د ګټلو، د جاپان سره د مقاومت او د فاشيزم پر ضد د جګړې او په بهرنيو هېوادونو کې د چيني کتابونو د چاپيدو حالاتو په اړه مالومات ليدل شوي. د يو کمربند او يوې لارې په اړه کتابونه هم ډېر د پام وړ دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای