د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، المان، فرانسې او بريټانيا د اګست په دېرشمه نېټه له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې د کډوالۍ بحران سره د مقاومت لپاره يوه ځانګړې غونډه تر سره کړي.
د يادو درېيو هېوادونو د کورنيو چارو وزيرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې اروپايي ټولنه دې د سږ کال له پای مخکې د ايټاليا او يونان په ګډون هېوادونو کې د کډوالو د ثبتولو خدمتونه برابر کړي، څو چې د دوی امنيت وساتل شي.
د المان صدراعظم انګيلا ميرکيل وويل، د اروپايي ټولنې لا زيات غړي هېوادونه دې د کډوالو د ځای پر ځای کولو دنده پر غاړه واخلي. د حکومتي شمېرنې سره سم، سږ کال د هغو کډوالو شمېر چې المان ته تللي دي، اته لکو ته رسېږي.
اروپايي ټولنه اوس د کډوالو له سخت بحران سره مخامخ ده. د جولای په مياشت کې، يو لک او اوه زره کډوال د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوتلي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |