د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يو سلو شل زره جاپانيان د اګست په دېرشمه نېټه د امنيت ساتونکی نوی قانون سره د مخالفت په موخه په توکيو کې د کانګرس ودانۍ په وړاندې راغونډ شول په په ترڅ کې يې ټولو د امنيت ساتونکی قانون د لغوه کولو او شينزو ابي له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو په شمول نارې وهلې.
دا په وروستيو کلونو کې په جاپان کې د وګړيو تر ټولو لويه پيمانه لرونکی راغونډېدل دي. د ترتيب ادارې د شمېرنې له مخې، يو سلو شل زرو جاپانيانو په دې راغونډېدو کې ګډون وکړ او په همدې ورځ د جاپان په درې سوو ځايونو کې دغه شان مخالف راغونډېدل ترسره شول.
د جاپان د استازيو جرګې په تېره جولای مياشت کې په زور هغه امنيت ساتونکی قانون تصويب کړ کوم چې د شينزو ابي حکومت لخوا وړاندې شوی و.د دې قانون له مخې به د جاپان په بهر کې د جاپان دفاعي ډلې د پوځي فعاليت حق پراخ شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |