CRI Online

له چين سره د کتنې په نوم سيلانی فورم په ابوظبۍ کې ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 11:35:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له چين سره د کتنې په نوم سيلانی فورم چې د عربي اماراتو د ان پي ای خبري شرکت او د ابوظبۍ د سيلانيز کولتور د ادارې لخوا ترتيب شوی و، د اګست په دېرشمه نېټه په ابوظبۍ کې ترسره شو. د دې فورم موخه چيني سيلانيانو ته د ابوظبۍ منظره لرونکو ځايونو ورپېژندل او د دواړو هېوادونو د سيلانيزو چارو د همکارۍ لپاره يو ډګر جوړول دي.

په عربي اماراتو کې د چين سفير چانګ هوا وويل په ٢٠٠٤ کال کې د عربي امارات او چين تر منځ د سيلانيز تړون تر لاسليکېدو راهيسې، عربي اماراتو ته د چيني سيلانيانو شمېر کال په کال زياتېږي او تېر کال دغه شمېر پنځه لکو تنو ته رسېدلی و.

د ابوظبۍ د سيلانيز کولتور د ادارې يو مسئول وويل د چين په سيلانيز بازار کې ستر پټ ځواک شتون لري. هغه هيله څرګنده کړه چې نور زيات چيني سيلانيان هم ابوظبي ته سفر وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای