د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسيا، اروپا او افريقا څخه د وريښمو لارې اقتصادي کمربند او د يوې سمندري ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو پنځلسو هېوادونو د ٢٣ خبري رسنيو مسئولين د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه په شينجيانګ کې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په مشري د وريښمو لارې د اقتصادی کمربند په اړوندو د هېوادونو د خبري رسنيو د مسئولينو په سمينار کې ګډون لري.
د دغه سمينار کډون نوال د پاکستان، ماليزيا، مصر، افغانستان، جنوبي کوريا، فيليپين، بنګلاديش، کويټ، ايران، ټايلنډ، ازبکستان، قرغيزستان، قزاقستان، مغولستان او روسي څخه راغلی دی.
د سمينار په پرانستونکو مراسمو کې زده کوونکو هېله څرګنده کړه چې د دې سمينار له لارې په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو چارو د پرمختګ له برياليتوبونو څخه تجربې او د شينجيانګ په هکله مالومات تر لاسه کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |