CRI Online

روسي کارپوهانو د فاشيزم پرضد نړيواله جګړه کې د چين مبارزه او خدمتونه لوړ وستايل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-01 17:32:46

د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې په ترڅ کې چين او روسيې په اسيا او اروپا کې د دوو عمده جنګي ميدانونو په توګه د دغې جګړې د برياليتوب لپاره ستر خدمتونه ترسره کړل او لويې قربانۍ يې ورکړې. د روسيې کارپوهانو په اند، د جاپاني تېري پرضد د چينايانو په ملي جګړه کې د چين کمونيست ګوند د يوې مهمې قوې په توګه رول ولوبوه .

د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې لومړۍ مرستيالې او هم د روسيې د ساينس ښوونځي د لېرې ختيځ انسټيټيوټ لوړپوړې څېړونکې ګالينا کوليکوا د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د چين د مقاومت له امله په ختيځ کې د جاپان لخوا د روسيې په نښه د دوهم جنګي ميدان د پرانيستلو مخه ونيول شوه.د جاپاني تېري پر وړاندې د چين مبارزې نه يوازې چين خپل ځان ازاد کړ، بلکې له روسيې سره يې هم مرسته وکړه. روسيې هم د چين د ملي جګړې لپاره چين ته پوځي مرستې برابرې کړې ،د ساري په توګه چين ته د خپلو پيلوټانو ليږل يې يادولی شو.

(( د اسيا په جنګي ډګر کې له جاپاني تېري سره د چين له مبازرې پرته روسيې به د اروپا په جنګي ميدان کې د مبارزې سره په عين وخت کې له جاپانيانو سره هم جګړه کړې وای . روسي ځواکونو په اروپا کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د چين شمال ختيځ ته سرتيري وليږل او له چيني ځواکونو سره يې جاپاني تېري کوونکو ته د ماتې ورکولو په موخه مرسته وکړه. د روسيې له پوځي مرستو پرته جګړه به زمونږ په ګټه نه وه تمامه شوې .))

د ٢٠١٤ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جاپاني تېري پرضد د چينايانو ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د٦٩ مې کاليزې د يادونې په اړه خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين کمونيست ګوند په ملي جګړه کې مهم رول لوبولی. ګالينا کوليکوا په دې اړه وويل:

((د جګړې په لومړي پړاو کې د کمونيست ګوند په تبليغاتو ګڼ شمېر چينايانو په جګړه کې ګډون وکړ او له هغه وخت وروسته جاپاني تېري کوونکو د چين ډېرې سيمې کنترول کړې، بيا په چين کې د جاپاني تېرۍ پرضد يوه واحده جبهه جوړه شوه. دا څرګنده ده چې د جاپاني تېري پرضد د جګړې برياليتوب د کمونيست ګوند په لارښوونې د واحدې ملي جبهې لخوا ترلاسه شوی برياليتوب دی.))

د چين د مسئلو په اړه روسي کارپوه يوري تافروفسکي د روسيې د خپلواکۍ په ورځپاڼه کې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې په اړه د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، که څه هم چين د دښمن له سختو فشارونو سره مخامخ و، خو په اخر کې يې د اتو کلونو د مقاومت له لارې د جګړې برياليتوب ترلاسه کړ. نو ويل کيږي چې د جاپاني تېري پرضد د چين ملي جګړه د روسيې لپاره دوهم جنګي ميدان و.

((په هغه وخت کې د چين د ګوه مين دانګ ځينو غړو وغوښتل چې له جاپان سره سوله ييز تړون لاسليک کړي. خو د سختو فشارونو په وړاندې چين جاپان ته تسليم نه شو. که چين تسليم شوای وای، نو دوهمه نړيواله جګړه کې به په تېره بيا د اسيا په ميدان کې به حالت بدل شوي و. چين په اخر کې بريالی شو او اوسمهال د يوه فاتح په توګه پخواني تاريخ ته بيا کتنه کوي.))

د روسيې او چين مشرانو او بېلابېلو شخصيتونو هميشه تاکيد کړی چې په ګډه توګه به د دوهمې نړيوالې جګړې برياليتوب ساتو. د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې لومړۍ مرستيالې ګالينا کوليکوا د مرکې په پای کې وويل، په جګړه کې ګډونکي سر تيري ګام پر ګام له نړۍ څخه لاړل يعنې مړه شول ، خو په دوو جنګي ميدانونو کې د روسيې او چين ترمنځ د همکارۍ تاريخ د خلکو له ياده نه دی مړ، موږ بايد ځوانانو ته ووايو، زموږ اسلافو د جګړو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، نړۍ دې د دوي د خدمتونو درناوی وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای