د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر درېيمه نېټه د جاپاني تيري ضد د چين د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۷۰مې کاليزې سره برابره ده. د همدې ورځې د سهار په لسو بجو به د بېجينګ د تيان ان مين په ډګر کې د دغې ورځې د يادونې غونډه تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کميټې مشر شي جين پينګ به په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي او له اردو څخه به کتنه وکړي.
په هغه وخت کې د چين د ملي راډيو، مرکزي ټلويزيون، د چين نړيواله راډيو، د خلکو ويبپاڼه، سينهوا ويبپاڼه، د چين د انټرنيټي ټلويزيون او د چين ويبپاڼه به د دغې غونډې په اړه ژوندۍ خپرونې ولري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |