CRI Online

شي جين پينګ د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې ګډون کوونکو پخوانيو جنرالانو او سرتيرو ته د يادګارۍ مډالونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-02 16:02:29

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د چين د دولت رئيس شي جين پنيګ د سپتمبر د دوهمې نېټې په سهار د خلکو په لوي تالار کې د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې ګډون کوونکو پخوانيو سرتيرو، جنرالانو، خدمت لرونکو بهرنيو دوستانو او د قربانيانو خپلوانو ته د يادګارۍ مډالونه ورکړل او يوه مهمه وينا يې وکړه.

د ليو هان شينګ، لي لي ان، ان جي ون، جاو دونګ وان يان لين او جيانګ شوی شون په شمول د مډالونو اخيستونکو د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې ډېر خدمتونه تر سره کړي وو.

د پخواني شوروي اتحاد د يوه سرتيري مخموت اخميتوويچ ګاريف په شمول د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې خدمت لرونکو بهرنيو دوستانو هم د يادګارۍ مډالونه تر لاسه کړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای