د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين چې د جاپان له تيري سره د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پر ضد د مبارزې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې په موخه فعاليت کې ګډون کوي، د سپتمبر په دويمه نېټه په بېجينګ کې وويل بېلا بېل هېوادونه بايد له تاريخ څخه عبرت واخلي او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره دې اغېزمنه لاره پيدا کړي.
ښاغلي حسين وويل، د پاکستان او چين تر منځ دوستانه اړيکې د سيمې د سوله ييز پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. هغه زياته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې. د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د حکومت پوځي عمليات به تر هغه وخت پورې دوام ولري چې دغه هېواد له ترهګرو پاک شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |