CRI Online

شي جين پينګ مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 10:44:06

شي جين پينګ مهمه وينا وکړه

د سي ار ای خبر له مخې نن ورځ د سهار په ١٠ بجو د جاپان تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړېوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ کاليزې د يادونې مراسم په تيان ان من ميدان کې د سهار په لسو بجو د چين صدراعظم لي که چيانګ د پرانېستې په اعلان په رسمي توګه پيل شول. د جاپان تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړېوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠مې کليزې د يادونې په مناسبت د درناوي د توپ ٧٠ ډزونه وشول . د ملي بيرغ ګارډ د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم هم ترسره کړل.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي د چين د دولت رئيس د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې، ملي ولسي کانګرس، دولتي شورا، ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې، مرکزي پوځي کميټې په استازيتوب پخوانيو سرتيريو، سپين ږيرو او سپين سرو، ملت پالو وګړو او پخوانيو جنرالانو ته چې د جاپان تيري پرضد د چين په ملي جګړه کې یې ګډون کړی وو، او په چين او بهر کې چينايانو ته چې په ياده جګړه کې يې هم خدمتونه کړي وو، لوړ درناوی وکړ او له بهرنيو حکومتونو او دوستانو څخه يی چې په ياده جګړه کې يې له چين سره مرستې کړې وې، د زړه له کومې مننه څرګنده کړه او په نننیو مراسمو کې يې د ګډون کوونکو مېلمنو او پوځي دوستانو تود هرکلی او مننه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای