CRI Online

د چين د پوځي مرکزي کميټې رئيس شي جين پينګ په رسم ګذشت کې ګډونوالو پروفيسرانو او سرتيريو ته ستاينليکونه ورکړل.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 18:52:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پوځي مرکزي کميټې رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په درېيمه نېټه حکم وکړ چې د جاپاني تيري ضد د ملي جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۰مې کاليزې د يادونې په مراسمو کې ګډونوالو پروفيسرانو او سرتيريو ته دې ستاينليکونه ورکړی شي.

په دغه حکم کې راغلي چې په يادو فعاليتونو کې ګډونوالو پوځونو د چين د اردو ښه استازيتوب وکړ. دا وياړه يې د هېواد او خلکو په برخه کړ. د چين د اردو ټول غړي بايد دې له ګډونوالو څخه ښه زده کړه وکړي او له دغه رسم ګذشت څخه تجربې راغونډې کړي او له وطن سره د خپلې مينې په پياوړتيا سره خپلې دندې تر سره کړي او هېواد وساتي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای