د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په درېيمه نېټه د جاپان د تيري په وړاندې د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د يادونې مېلمستيا په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې مېلمستيا کې وويل، سوله تر سختو کوښښونو وروسته رامنځته شوه او بايد په ټينګه وساتل شي. د چين پرمختګ او ابادي هرومرو په نړۍ کې د سوله ييز ځواک پرمختګ دی. موږ هم هيله لرو چې بېلا بېل هېوادونه له تاريخ څخه عبرت واخلي، پر سوله ييز پرمختګ دې ټينګار وکړي او په ګډه دې ښه راتلونکې جوړه کړي.
د لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ او ليو يون شان په شمول د چين مشرانو او څه دپاسه اته سوو کورنيو او بهرنيو مېلمنو په دې مېلمستيا کې ګډون درلود. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |