د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت پر ځايي وخت د سپتمبر په درېيمه نېټه وويل، چې امريکا د چين د رسم ګذشت مراسمو ته پاملرنه وکړه، د سرتيرو د کمولو په اړه د چين څرګندونې د پوځونو د پيمانې د پرمختګ په اړه د چين له پخوانيو څرګندونو سره يو شان دي، امريکا به د چيني اردو د عصري کيدو بهير ته دوامداره پاملرنه وکړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د پنجشنبې په ورځ د جاپاني تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ٧٠مې کليزې د يادونې په غونډه کې اعلان وکړ چې دری لکه سرتيري به کم کړي. په همدې ورځ د چين د دفاع وزارت څرګنده کړه چې د سرتيرو د کمولو اصلاح به ګام په ګام پلي شي او د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې به بشپړه شي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند کوک په همدې ورځ وويل، چې د چين اردو د عصري کيدو په هڅه کې دی او غواړي چې له سره يې اصلاح کړي، امريکا به دې ته دوامداره پاملرنه وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند اوڼيست وويل، چې د پوځي چارو د زياتو پوهانو په اند چين به د سرتيرو د کمولو تر څنګ د پوځي تجهيزاتو او تکنالوژۍ په برخو کې به لا نوره پانګونه وکړي، څو چې خپل پوځي توان لوړ کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |