CRI Online

د چين او افغانستان د خبري رسنيو ګډ سمينار په بېجينګ کې تر سره شو.

د چين او افغانستان د خبري رسنيو ګډ سمينار د ۲۰۱۵ م کال د سپتمبر په اوومه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو. دغه سمينار په افغانستان کې د چين د سفارت، د چين نړيوالې راډيو د کارکوونکو د اداري څانګې او د پښتو څانګې په ګډه همکاريو جوړ شوی و. دغه سمينار د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د شپيتمې کاليزې او د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ کال د لمانځنې په فعاليتونو کې يو دی. د چيني او افغان خبري رسنيو استازي په دغه سمينار کې د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو پر تګ راتګ او په دغه تګ راتګ او راکړې ورکړې کې د عمده خبري رسنيو پر رول بحث او د نظرونو تبادله وکړه.