د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شينجيانګ مرکزي ښار اروموچی د سپتمبر په لومړيو لسو ورځو کې د ٢٠١٥ کال لپاره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د سيلانۍ د معرفی کولو فعاليت پيل کړي.
خبريالانو د اروموچۍ له سيلانيزې ادارې څخه خبر تر لاسه کړی چې دغه فعاليت به په ترکيه، متحده عربی اماراتو،جاپان،د کوريا جمهوريت، سينګاپور او ماليزيا کې تر سره شي چې د اروموچي ښار د اقتصاد، سيلانۍ، د سوداګرو راغوښتلو او بهرنيو اړيکو په اړه د ځينو څانګو له خوا جوړيږي.په عين وخت کې به د اروموچي ځينې سيلانيزې تصدۍ په دې فعاليت کې ګډون وکړي.
تېر کال د اروموچي اړوندې څانګې په منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا کې همدغه شان فعاليت تر سره کړ او ور پسې يې د اړوندو هېوادونو او سيمو شل سيلانيز پلاوي ومنل. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |