د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د علا غر بندر د ادارې دفتر خبر ورکړ چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې په دې بندر کې د چين او اروپا د نړيوالو اورګاډيو له لارې صادر شوي مالونه ٧٧٢٢٧ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٠ چنده زيات شوی دی.
د ياد بندر د ادارې دفتر مرستيال يانګ يانګ وويل چې له دې امله چې د چين او اروپا د نړيوالو اورګاډيوانتقالي وخت لږ دی او ترانسپورټي سربيه يوازې د هوايي ترانسپورټ ٢٥ سلنه نيسي.دغه راز د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ستراتيژۍ د پلي کېدو پر مهال په ستره برخه کې اروپا ته زيات شمېر لېږدونکي اورګاډي پرانيستل شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |