CRI Online

د خوب په هکله څه تجويزونه.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 14:53:18

د استراحت په هکله د انسانانو لپاره خوب تر ټولو نه ډېره موثره طريقه ده. نو د روغتيا ساتنې په هکله خوب تر يوې اندازې پورې تر ټولو د توجه وړ دي. په دې هکله څه تجويزونه شته چې لومړی د خوب په وخت کې لاسي ساعت له خپل لاس څخه لېرې کړئ چې دا نه يوازې د لاسي ساعت د استعمالېدو وخت لڼدوي، بلکې ځانګړې روغتيا ته هم زيانونه رسوي. د اړوندو کارپوهانو په نظر په لاسي ساعت خصوصا په هغه ساعت کې چې د شپې رڼا لري، د راډيم وړانګې شته. که څه هم اندازه يې ډېره لږه ده، مګر که د اوږد وخت لپاره د دغسې لاسي ساعت د خوب په وخت نه لېرې کولو سره خوب وکړئ، حتما روغتيا به مو زيانونه ورسوي. دوهم د خوب په وخت کې بايد مصنوعي غاښونه وايستل شي. يو شمېر خلک کله کله د خوب په وخت کې خپل مصنوعي غاښونه په خوله کې ساتي، په دې هکله د توجه وړ خبره دا ده چې ډاکټران وايي چې نوموړی کار ډېر خطرناک دي، ځکه ځيني خلک د بې پروايۍ له امله کېدای شي د خوب په وخت کې مصنوعي غاښونه تېر شي چې په نتيجه کې د ستوني ټپي کېدو او زياتې وينې بهېدو سبب او حتی د مرګ خطر رامنځته کړي. نو ښه به دا وي چې له خوب مخکې مصنوعي غاښونه له خولې نه وباسئ چې دا به نه يوازې خوله پاکه وساتي، بلکې ارام خوب به هم وکړئ. درېيم، له خوب مخکې خپل مخ پاک ومينځي چې دا خصوصا د ښځو لپاره د ډېر پام وړ وي. مثلا ډېرې ښځې دا عادت لري چې هره ورځ په پوډې، کريم، لب سرين او د ارايش په داسې نورو موادو ځان سينګاروي. له دې امله چې په نوموړو ارايشي موادو کې زيات کيمياوي مواد موجود دي، نو له خوب مخکې دې مخ ومينځل شي. که داسې نه وي په نوموړو ارايشي موادو کې موجود کيمياوي مواد به د مخ د پوستکي د تنفس لارې او د خولې لارې بندې کړي چې په نتيجه کې به په مخ کې تور او نصواري رنګه خالونه رامنځته شي او د پوستکي ښکلا او ځلا به خرابه کړي. څلورم، د خوب په وخت کې ګرځنده تليفون له ځان څخه لېرې کړئ. ځيني خلک دا عادت لري چې د خوب په وخت کې ګرځنده تليفون د خپل سر سره په څنګ کې پرېږدي. د اړوندو کارپوهانو په نظر چې بېلا بېل الکترونيکي تجهيزات لکه رنګه تلويزيون، يخچال او ګرځنده تليفون د استعمالېدو په وخت کې بېلا بېلې اندازې برقي څپې خپروي چې دا د انسان پر عصبي سيستم او فزيولوژيکي رول باندې ناوړه اغېزه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای