CRI Online

د ډېرو غوښو خوړل د سرطان د رامنځته کولو امکان زياتوي.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 15:00:52

په امريکا کې د اړوندو کارپوهانو لخوا د اوږدې مودې د څېړنو له نتيجو څخه دا ثابته شوې چې د ژويو د غوښو زيات خوړل د سرطان د رامنځته کولو امکان لري. نو نوموړو کارپوهانو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د ژويو غوښه لږ وخورئ او کولای شي چې د چرګ، کب او نخودو څخه جوړ شوي خواړه زيات وخورئ. د امريکا يوې څېړونکې ټولنې د يو سلو پنځلسو زرو تنو امريکايانو په منځ کې د خوړلو د عادتونو او د ژويو د غوښو د خوړلو له اندازې سره سم اړونده پلټنه کړې ده. د پلټنې په موده کې څېړونکو کارکوونکو دا وموندله چې په هغو کسانو کې چې د ژويو ډېرې غوښې خوري، د کولمو د سرطان په ناروغۍ يې د اخته کېدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چې د ژويو غوښه لږ خوري، په سلو کې څلوېښت اوچت دی. د بېلا بېلو ژويو د غوښو لکه د غوايي، پسه، نورو ژويو غوښې او له دغو غوښو څخه د جوړو شويو بېلا بېلو خوراکونو څخه عبارت دي. د اړوندې څېړنې له مخې د روغتيا د ساتنې لپاره د نوموړو غوښو پر ځای د چرګ او کب غوښې، وچو ميوو او له نخودو څخه جوړ شويو خوراکونو خوړل سم انتخاب دي. بله د توجه وړ خبره دا ده چې د مرۍ يا ستوني سرطان ناروغي د خوړلو د ناسم عادت سره سمې اړيکې لري. د اړوندې څېړنې له مخې د شمالي چين په حه بۍ، حه نان او شان شي ولايتونو کې د مرۍ سرطان ناروغۍ نسبتا زياتې پيدا کېږي. د پلټنې له مخې نوموړی سرطان د خوړلو د عادتونو، غذايي عواملو او معدي عناصر سره اړيکې لري. عموما په نوموړو ولايتونو کې خلک د مالګينو سبزيو له خوړلو سره عادت لري. له څېړنې سره سم په نوموړو مالګينو سبزيو کې د نيتريت کومپيوند موجود دي چې دغه ډول کيمياوي مواد ډېر خطرناک مواد ګڼل کېږي او د مرۍ سرطان د رامنځته کېدو عمده سبب دی. برسېره پر دې په زياته اندازه د مرچو خوړل، ډوډۍ ډېر ژر خوړل، تيز شراب څښل ټول بد عادتونه دي او مرۍ ته سخت ضرر رسوي او د مري سرطان سبب ګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای