CRI Online

د انسان د روغتيا ساتنې په هکله د اوږې مهم رول او د سهار لخوا مالګه لرونکې اوبه او د شپې لخوا عسل لرونکې اوبه وڅښئ.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 15:13:49

اوږه نه يوازې د خوراکونو پخولو لپاره يوه ضروري مساله ده، بلکې دا انسان د روغتيا ساتنه کې هم ګټور رول لوبولای شي. دغه راز په ډېرو هېوادونو کې اوږه هم د طبيعي دوديزې دوا په توګه ګڼل کېږي. د علمي څېړنې له مخې په اوږه کې اوبه، پروتين، غوړ، معدني مواد، ويتامين او داسې نور ګټور مواد موجود دي. د چين په تاريخ کې مثلا د مينګ امپراطورۍ په دوره کې د دارو درملو مشهور پوه لي شه جن په خپل کتاب کې ليکلي چې اوږه د بېلا بېلو ډولونو سختو ساري ناروغيو د مخنيوي او علاج رول لري. په اوسنۍ زمانه کې اړوند کارپوهان هم وايي چې اوږه د ميکروبونو وژلو خاصيت لري، نو د اوږې خوړل د نس بهېدو، د کولمو د التهاب، کولرا، حصبې او د سږي په شمول د ډېرو ناروغيو د مخنيوي او علاج لپاره ګټه لري. په دې وروستيو کلونو کې د چين په يو شمېر ځايونو کې د سرطاني ناروغۍ په هکله د اړوندې پلټنې له مخې په هغو کسانو کې چې تل اوږه خوري، د معدې سرطان د ناروغانو شمېر يوازې د عمومي کسانو يو په درېيمه برخه نيسي. دغه راز اوږه هم د بدن د دفاعي عناصرو شمېر زياتوي، نو اوږه له ناروغيو سره د مقاومت په هکله د انسان طاقت هم پياوړی کولای شي. د اړوندو کارپوهانو په نظر اوږه خصوصا د زړو کسانو د روغتيا ساتنې لپاره ډېره ګټه لري. ځکه چې له طبي نظره په وينه کې لوړ غوړ او د مصونيت د طاقت کمزورتيا د زړو کسانو د روغتيا په برخه کې دوه عمده تاثير لرونکي مسئلې ګڼل کېږي. د ژوند په اوږده موده کې په بدن کې زيات زهرجن مواد ذخيره کېږي، د وينې رګونه کلکېږي او د بېلا بېلو جهازونو لياقت کمزوري کېږي. نو د زړو کسانو د روغتيا ساتنې لپاره بايد د دوی د وينې کيفيت او بهير ته ښه والی ورکړی شي څو چې د دوی حياتي قوه لوړه شي او د بدن ضعيفوالی مخه ونيول شي چې په دې هکله طبيعی دوا يعنی اوږه او په اوږه کې جوړ شوي خوراکونه ډېر موثر رول لوبولای شي. د ډاکټرانو په نظر د اوږې خوړلو په وخت کې ښه به دا وي چې اوږه ميده ميده کړي او له سبزيو او يا غوښو سره يو ځای وخوړل شيږ خو د توجه وړ خبره دا ده چې که د سترګو ناروغي لرئ، زياته اوږه مه خورئ.

د چين د عنعنوي طب له نظره، مالګه د بدن د وينې ګرمۍ او د درد کمولو او له بدن څخه د زهرو لېرې کولو رول لري. نو ويل کېږي چې مالګه د روغتيا ساتنې لپاره ګټور مواد دي. نو سهار له خوب څخه تر پاڅېدو وروسته په داسې حال کې چې نس خالي وي، يوه پياله لږ مالګينې اوبه وڅښي چې دا د بدن وينې د ګرمۍ د کمښت، له بدن څخه د ناوړه موادو د ايستنې او د کولمو او معدې د غذا د هاضمې او اخيستنې د ښه والي لپاره ډېره ګټه لري. بل ګټور مواد عسل دي. عسل د سږي د نرموالي، د درد کموالي او د زهر لېرې کولو رول لري. ډاکتران تل د معدې د هاضمې کمزورتيا، د معدې هاضمې د خرابوالي او د ټوخي ناروغيو د علاج لپاره له عسل څخه د استفادې لارښوونه کوي. د علمي څېړنې له مخې په شاتو کې د انګورو قند، ويټامينونه، کلسيم او داسې نور معدني عناصر موجود دي چې دغه ډول مواد د عصبي سيستم ګډوډي لېرې کوي، د انسان اشتها زياتوي. ښه به دا وي چې هره شپه له خوب مخکې يوه پياله عسل لرونکې اوبه وڅښي چې تر لسو ميلي مترو نه تر شل ميلي مترو پورې عسل پکې اچول شوي او برابرې ګرمې اوبه ور سره يو ځای ولړئ. دا نه يوازې د معدې روغتيا لپاره ګټورې دي، بلکې د اعصابو او روح د ارامتيا د ساتنې او د فکر ګډوډۍ د لېرې کولو لپاره هم موثر رول لوبولای شي. بله خبره دا ده چې د نوموړو ډولو اوبو د څښلو په هکله ځيني تجويزونه د توجه وړ دي. مثلا مالګه لرونکې اوبه د هغو ناروغانو لپاره مساعدې نه دي او بايد و يې نه څښي چې د وينې لوړ فشار ناروغي لري. د ډاکټرانو په نظر عموما په يوه پياله اوبو کې د مالګې اندازه له صفر اعشاريه نهه ګرام نه زياته نه وي. د هغو کسانو لپاره چې د ځګر، بډوډو او د استسقا په ناروغۍ اخته دي، د دغه ډول اوبو په ځای دې بې مالګه اوبه وڅښي تر څو چې ناروغۍ مو سخته نه شي. دغه راز له دې امله چې په شاتو کې د قند اندازه ډېره زياته ده، نو هغه اوبه چې شات پکې اچول شوي دي، د قند د ناروغانو لپاره يې څښل مساعد نه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای