CRI Online

د روغتيا لپاره ورځني لازم کارونه

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 15:22:18

لومړې خپله خوشحالي وساتئ!

د اړوندې څېړنې له مخې د انسان لپاره عموما په هغه وخت کې چې زړه يې خوشحاله وي، د ناروغيو د مقاومت لياقت يې قوي وي. نو د انسان لپاره ښه به دا وي چې هره ورځ کله چې له خوب نه پاڅېږي، دا نظر بايد په ياد کې وساتي چې نن ورځ بايد په خوشحالۍ سره تېره کړم.

دوهم له خوب نه له پاڅېدو مخکې پر کټ باندې د لاس او پښو لږ څه ورزش وکړئ.

که سړي په سهار کې ناڅاپه له خوب نه پورته شي، دا به يې روغتيا ته زيان ورسوي او خصوصا د زړه او د لوړ فشار د ناروغانو لپاره هم ډېر خطرناک کار ګڼل کېږي، نو ښه به دا وي چې سهار له خوب نه د پاڅېدو په وخت کې پر کټ باندې په دوو لاسونو او پښو د څو دقيقو لپاره ورزش وکړي، له دې لارې به مو د بدن جهازونه فعال او دماغ به مو په پوره توګه وپښ شي.

درېيم، د سهار ډوډۍ دې وخورئ.

ځيني خلک د سهار ډوډۍ د خوړلو عادت نه لري چې دا د روغتيا لپاره ضرر رسوي. ځکه د سهار ډوډۍ نه خوړل به د وينې قند د کمښت سبب شي. نو که يوازې يوه مڼه، يا يوه پياله شيدي او يا يوه ډوډۍ وخوري. دا به مو د بدن اړتياوې پوره کړي.

څلورم، په ژمي کې هره ورځ د ټاکلي وخت لپاره ځان د لمر تر وړانګو لاندې راوړي.

ټولو ته معلومه ده چې په ژمي کې د لمر وړانګو د شته والي وخت ډېر لنډ دي، خو د لمر وړانګې د انسان د روغتيا لپاره ډېرې مهمې دي، لکه نباتات چې پرته د لمر له وړانګو نه ښه وده نه شي کولای. اړوند کارپوهان په دې عقيده دي چې په ژمي کې د ورځې په غرمه کې لږ تر لږه د شلو دقيقو لپاره ځان د لمر تر وړانګو لاندې راوړي چې دا د روغتيا لپاره ډېرې ګټې لري.

پنځم، هره ورځ د خپلو ميتيازو رنګ ته متوجه شي.

که د ميتيازو رنګ مو لږ څه ژيړ وي، دا عادي خبره ده، که رنګ يې تيز ژيړ شي، بايد ډاکتر ته ورشي.

شپږم، هره ورځ يوه پياله شين چای وڅښي.

که هره ورځ يوه پياله شين چای وڅښي، نه يوازې په بدن کې اخيستل شوي غوړي لېرې کېدای شي، بلکې به د روغتيا د ساتنې او د سرطان د مخنيوي لپاره هم ګټور وي.

اووم بدن ومينځئ.

د بدن مينځل د پوستکي د پاکوالي او د پوستکي د تنفس لپاره ډېر ګټور دي، دغه راز د بدن مينځل ستړتيا هم لېرې کولای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای