CRI Online

پلي تګ کول او په روغتيا کې د ايودين او اوسپنې رو

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 15:36:32

ټولو ته معلومه ده چې پلي تګ کول يو ډول ګټور ورزش دی او د عمر د اوږدوالي د ساتنې يوه ښه طريقه هم ده. د چکر وهلو بېلا بېل شکلونه د ډول ډول خلکو لپاره ګټه لري. لومړی، عمومي پلي ګرځېدل چې سرعت يې ورو ورو وي چې په هره دقيقه کې يا شپېته اوياقدمونه واخيستل شي، يا يې په منځنی سرعت يعنی په هره دقيقه اتيا يا نوي قدمونه واخيستل شي او هر وار له نيم ساعت نه تر يو ساعت پورې پلي تګ وکړي چې دغه ډول چکر وهل د هغو خلکو لپاره مساعد دي چې د وينې فشار يې نسبتاً لوړ دی.

دوهم، په چټکۍ سره پلي تګ کول يعنی په هره دقيقه له نوي نه تر يو سلو شلو پورې قدمونه اخيستل، يو ځل له نيم ساعت نه تر يو ساعت پورې ورته دوام ورکړي. دغه ډول پلي تګ کول د هغو کسانو لپاره مساعد دي چې بدن يې چاغ او د وينې فشار يې لوړ وي.

درېيم چې ور ته طبي پلي تګ وايي او په هواره لار يا شيبداره لار کې د روغتيا په هکله د اړوند سپورتي ورزش سره سم تر سره شي. له دې امله چې د دغه ډول پلي تګ لپاره د انسان بدني انرژي زياته مصرفېږي. نو دغه ډول چکر وهل د وينې فشار د کنټرول لپاره ګټور دي. ښه به دا وي چې يو وار په پنځلسو دقيقو اته سوه متره په هواره لار وګرځي بيا وروسته د دريو دقيقو لپاره دمه وکړي او وروسته بيا په همدغه اوږده لار کې بېرته پلي تګ ته ادامه ورکړي.

څلورم د نس په مساژ کولو سره پلي تګ کول يعنی د پلي تګ په عين وخت کې نس په دوو لاسونو مساژ کړي. په دغه شکل پلي تګ کې يو وار هره دقيقه له دېرش نه تر شپېتو قدمونو پورې تګ وکړي چې دا د هاضمې لپاره ګټور دي.

پنځم د مخې پر خلاف پر شا تګ. په دغه ډول ګرځېدنه د انسان د بدني حساسو جهازونو د پياوړتيا او د روزنې لپاره ډېره ګټه لري. د دغه ډول پلي تګ لپاره ښه به دا وي چې يو وار د دريو يا پنځو دقيقو لپاره وګرځي.

زموږ په ورځني ژوند کې کله کله داسې حالت رامنځته کېږي چې په ژمي کې که څه هم ماشومانو ته ډېرې زياتې جامې وراغوستل کېږي، خو لا هم د سړو احساس کوي. د علمي څېړنې له مخې په حقيقت کې دا يخني نه ده چې په پوره توګه د جامو په اتکا لېرې شي، د انسان لپاره د يخنۍ زغمولو ځواک په بېلا بېلو عوامو پورې اړه لري چې په دې بهير کې ايودين او اوسپنه دوه کوچني عناصر ډېر مهم رول لري. ايودين د انسان په بدن کې د انرژۍ په توګه د پروتين، د غوړيو بدلون پرمخ وړي څو چې د انسان په بدن کې د تودوخې انرژۍ رامنځته شي او د يخنۍ په وړاندې يې مقاومتي ځواک اوچت شي. که چېرې په بدن کې د اوږدې مودې لپاره ايودين کمښت رامنځته شي، په بدن کې د يخنۍ په وړاندې مقاومت ټيټېږي. ايودين په عمده توګه په مالګه او ځينو خوراکونو کې موجود دي. لکه په بېلا بېلو سمندري پيدا وارو کې مثلاً سمندري کبان، سمندري نباتات او داسې نور چې پکې د ايودين مواد ډېر زيات دي. نو ځکه د يخنۍ د مقاومت په هکله د ماشومانو توان د اوچتولو لپاره بايد د سمندري پيدا وارو څخه جوړ شوي خوراکونه دوی ته ورکړي شي. پرته له ايودين نه اوسپنه هم د انسان د روغتيا لپاره نه جلا کېدونکي کوچني عناصر دي. اوسپنه د انسان په بدن کې د وينې جوړولو په برخه کې يو مهم اومه مواد ګڼل کېږي او په وينه کې د اکسيژن د حمل و نقل مهمه دنده پر غاړه لري. په بدن کې د تودوخې او انرژۍ په توګه د پروتين، کاربو هايدريټ او غوړيو د بدلون په بهير کې زيات اکسيجن په کار دي. نو که د ماشومانو په خوراکونو کې اوسپنه کمه وي، ماشومان به د اوسپنې کمښت له امله د کم خونۍ په ناروغۍ اخته شي. له بلې خوا په بدن کې د تودوخې او انرژۍ کمښت به د يخنۍ په مقابل کې د ماشومانو د زغمولو توان ډېر کمزور کړي او له دې امله به په سړو وهلو او داسې نورو ناروغيو اخته شي. نو ښه به دا وي چې په ژمي کې ماشومانو ته د دې اجازه ورکړي چې زيات اوسپنه لرونکي خوراکونه وخوري، لکه د پسه او غوايي غوښې، کب، هګۍ او له شيدو څخه جوړ شوي خوراکونه او داسې نور څو چې د يخنۍ په وړاندې د ماشومانو مقاومت اوچت شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای