CRI Online

د روغتيا لپاره پنځه ډوله ګټور خوراکونه او د مالګې خوړلو په باب معلومات

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 15:44:50

د انسان لپاره خواړه بېلا بېل او ډول ډول دي او په بېلا بېلو خوراکونو کې موجود غذايي مواد هم يو شان دي. په هر ډول طبيعي خوړه کې موجود غذايي مواد د انسان د پوره غذايي اړتيا نه شي رفع کولای. نو د انسان لپاره د اړتيا وړ پوره غذايي مواد بايد د متعددو خوراکونو څخه تر لاسه شي. نو معقول غذايي مواد د روغتيا د ساتنې لپاره يو مهم عامل ګڼل کېږي. د اړوندو کارپوهانو په نظر انسان بايد بېلا بېل او ډول ډول خوراکونه وخوري او خوراکونه عموماً په پنځو ډلو ويشل کېږي چې لومړې ډله يې د غلودانو، الوګانو او داسې نور. په دغو خوراکونو کې په عمده توګه کاربوهاديدريټ، پروتين، سلولز او د ويتامين بي ډله موجوده ده چې د انسان د اړتيا وړ غذايي موادو څخه شمېرل کېږي. دوهمه ډوله خوراکونه د ژويو څخه جوړېږي، لکه غوښه، چرګ، کب، شيدي، هګۍ او داسې نور. دغه خوراکونه په عمده توګه انسان ته پروتين، غوړي، معدني مواد او ويتامين ای او بي ډلې برابروي. درېيمه ډله خوراکونه د حبوباتو څخه عبارت دي، لکه لوبيا، نخود، باقلي او له دغو موادو څخه جوړېدونکي خوراکونه. په دغو خوراکونو کې په عمده توګه د انسان د اړتيا وړ نباتي پروتين، نباتي غوړي، نباتي سلولز، معدني مواد او ويتامين بي ډله موجود دي. څلورمه ډله خوراکونه د بېلا بېلو تازه سبزيو او ميوو څخه عبارت دي. له دغو خوراکونو څخه بدن ته نباتي سلولز، معدني مواد او ويتامين سي او داسې نور د اړتيا وړ مواد برابرېږي. پنځه ډله خوراکونه د تودوخې او انرژۍ لرونکي خوراکونه. لکه نباتي غوړي، نشايسته، بوره، شرابت او داسې نور. دغه ډول خوراکونه په عمده توګه د انسان بدن ته تودوخه او انرژۍ برابروي. دغه راز نباتي غوړي انسان ته ويتامين يي او لازم چربي او اسيد هم برابرولای شي.

د اړوندې طبي څېړنې له نتيجې نه ثابته شوې چې د انسان لپاره که هره ورځ د شپږو يا اوو ګرامو په اندازه مالګه وخوري، د لوړ فشار ناروغۍ به ورته پيدا شي. نو د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم د لويانو لپاره د مالګې د خوړلو ورځني اندازه بايد په شپږو ګرامو کې وساتل شي. له دې امله چې د ډوډۍ پخولو په وخت کې که خوراکونه زيات تيار شي، حتماً به مالګه نسبتاً زياته استعمال شي، نو کېدای شي چې کورني غړي د اړتيا نه زياته مالګه وخوري. نو اړوندو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چې د خوراکونو خوړلو په وخت کې لږ څه مالګه پکې واچوي، نو مالګه په خوراکونو کې نه ده جذبت شوې يعنی د خوراکونو دپاسه ده، د خوراکونو په دننه کې نه، نو لږ مالګه د خوراکونو خوند هم ښه کولای شي. ويل کېږي چې مالګه د انسان د ژوند سره نه جلا کېدونکې ده. مالګه تر يوې اندازې پورې د انسان د روغتيا لپاره ډېر مهم رول لري. مثلاً مالګه نه يوازې د خوراکونو خوند زياتوي، بلکې د انسان د روغتيا لپاره هم ضروري ده، ځکه د انسان لپاره د زياتو خولو په تويولو سره به په بدن کې مالګه کمه شي او د مالګې کموالی به د روغتيا د کمزورتيا سبب شي. خو بله د توجه وړ خبره دا ده چې که زياته مالګه په بدن کې موجوده وي او په عين وخت کې زياتې اوبه هم پکې پاتې وي، هم خطرناک کار دي. د علمي څېړنې د نتيجې څخه ثابته شوې چې په بدن کې د زياتې مالګې او اوبو موجوديت به د وينې د لوړ فشار سبب شي او زړه ته به يې سخت ضرر ورسوي.

په پای کې دا خبر بايد رايادېږي چې څه ډول خوراکي مالګه ښه ده؟ د مالګې د انخابولو په وخت کې ښه به دا وي چې هغه مالګه انتخاب شي چې د فابريکې له خوا توليد شوې ده. ځکه له نوموړې فابريکې څخه توليد شوي مالګه يا غذايي، کيفيت او د روغتيا ساتنې له نظره د استفادې وړ ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای