د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بېورو دايمي غړي او د چين د ملي ولسي کانګريس رئيس يو جنګ شينګ د سپتمبر په ٢٣ مه نېټه د بېجينګ د ملي کلتور په ماڼه کې د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د جوړېدو د ٦٠ مې کاليزې د لاسته راوړنو نندارتون وکتل.
په نوموړي نندارتون کې څه باندې ٧٠٠ انځورونه ،٢٠٠ مواد او ٤٠ ګرافونه او نقشې وړاندې کيږي کوم چې د کمونيست ګوند او ټولو وطنوالو په مرستې د شينجيانګ لخوا ترلاسه شوي لاسته راوړنې ترې ښکاريږي.
يونګ جنګ شنګ وويل، د شينجيانګ د اويغور خپواکې سيمې د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسې په تېره بيا د شينجيانګ په اړه د مرکزي حکومت له کاري غونډې وروسته دغه سيمه د صنعت، کرنې، پوهنې او اقتصاد په برخو کې سترې لاسته راوړنې او ښه بدلونونه رامنځته شوي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |