CRI Online

د چين دولتي شورا د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د برابۍ،يووالي او پرمختګ په اړه سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-09-24 14:39:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين دولتي شورا د سپتمبر په ٢٤مه نېټه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د برابرۍ،يووالي او پرمختګ په اړه د تاريخي شاهد په نوم سپين کتاب خپور کړ.

په دې سپين کتاب کې چې د لغتونو شمېر يې ٢٢ زرو ته رسيږي،د ملي سيمې د خپلواکۍ نظام د پلي کېدو،د پرمختللي بنسټ د پر له پسې ټينګېدو،د بېلا بېلو قومونو خلکو د ژوند د ښه والي،د کولتوري چارو د سمسورتيا او پرمختګ،له قوانينو سره سم د ټولنيزې همغږۍ او ثبات ساتنې، د مذهبي ازادۍ درناوی او له شينجيانګ سره د هېواد د ملاتړ او مرستې په ګډون ٩ برخې شاملې دي.

په سپين کتاب کې ويل شوي چې اوس شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکز په توګه لوېديځ ته د چين د ورخلاصون مهم ميدان دی او د اسيا او اروپا ترمنځ د ترانسپورټ،سوداګرۍ ،کولتور او طبي خدمتي مرکز هم دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای