CRI Online

يو جنګ شنګ د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د ٦٠ مې کاليزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-09-25 20:54:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او هم د چين د ملي ولسي کانګريس رئيس يو جنګ شنګ د مرکزي حکومت د يوه پلاوي په مشرۍ د سپتمبر په ٢٥ مه نېټه په اورومچي ښار کې د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د ٦٠ مې کاليزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.

يو جنګ شنګ د نوموړي پلاوي په مشرۍ شينجيانګ ته يو شمېر ډالۍ ورکړې ، په دغو ډاليو کې هغه لرګينه لوحه هم شامله وه کومه چې د رئيس شي جين پينګ لخوا پرې د مبارکۍ شعر ليکل شوی و.

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي ، د چين مرستيال صدراعظم او هم د نوموړي پلاوي مرستيال رئيس ليو يان دونګ وويل، هيله ده چې د شينجيانګ بېلابېل قومونه د هېواد له بېلابېلو قومونو په يووالي سره د سوسياليستۍ عصري کېدو چارې پرمخ يوسي او د چيني خوب د بشپړولو لپاره هلې ځلې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای