د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو غړې،د چين د صدراعظم مرستيالې او د مرکزي پلاوی مرستيالې ليو يان دونګ د سپتمبر په ٢٧مه نېټه د يوه پلاوي په مشرۍ په ختن او اکسو کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو له وګړو څخه د حال احول پوښتنه وکړه.
د همدې ورځې په سهار مېرمن ليو يان دونګ د ختن له تيان جين ښووځي څخه ليدنه وکړه او وروسته يې په اکسو سيمه کې له اړوندو چارواکو او د بېلا بېلو ټولنو له شخصيتونو سره وکتل او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د جوړېدو د ٦٠مې کاليزې په نمانځغونډه کې يې هم ګډون وکړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |