CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د عمومي اسامبلۍ په مبحثوي غونډه کې د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د نويو نړيوالو اړيکو پر ټينګېدو تاکيد وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-29 11:34:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په اته ويشتمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د م م د اويايمې عمومي اسامبلۍ په مبحثوي غونډه کې ګډون درلود او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې وه، د ګډو ګټو او همکاريو پر بنسټ دې نوې دوستانه اړيکې ټينګې شي او د بشري برخليک ګډه ټولنه دې جوړه شي. هغه وويل، چې سوله، پرمختګ، مساوات، عدالت، ډيموکراسي، ازادي د بشر ګډ ارزښتونه دي او د م م مقدسه موخه ده. په اوسنۍ نړۍ کې بېلا بېل هېوادونه يو د بل سره نژدې اړيکې نيسي، نو موږ بايد د م م د منشور او اصولو سره سم د ګډو ګټو او همکاريو پر بنسټ نوې نړيوالې اړيکې ټينګې کړو او د بشر د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړو.

سږ کال د م م د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې لومړی د م م د جوړېدو په اړه د زرين پېر يادونه وکړه. ده وويل، 

اويا کاله مخکې، زموږ اسلافو د فاشيزم پرضد د مبارزې د برياليتوب لپاره د وينو ويالې وبهولې او خپل سرونه يې قربان کړل چې له امله يې د بشر په تاريخ کې توره پاڼه واړول شوه. اويا کاله مخکې، زموږ اسلافو د م م سازمان جوړ کړ، کوم چې تر ټولو ډېر اغيزمن او واکمن سازمان دی. دغه عمل په تاريخ کې ساری نه لري او د همکارۍ نوې زمانې يې پراخې کړې دي. اويا کاله مخکې، زموږ اسلافو د م م منشور وليکه او د اوسني نړيوال نظام لپاره يې بنسټ برابر کړ. په دې نسبت د اوسنيو نړيوالو اړيکو اصول هم وټاکل شول، کوم چې دايمي اغيزه لري.

د روانې مياشتې په پيل کې چين د جاپاني تيري ضد د چين د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې يادونه وکړه. چين په دغه نړيواله جګړه کې د عمده ختيځې جنګي سيمې په توګه د جاپان له عمده تيری کوونکو سره مقاومات وکړ، خپل وطن او ملت يې وساته، پنځه دېرش مليونه کسانو د خپل وطن او ملت د ساتلو لپاره سرونه قربان کړل. په چين کې د جاپاني تيري ضد د مبارزې برياليتوب په اروپا او د ارام سمندر په سيمه کې د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره ښه زمينه برابره کړې وه. د دغه تاريخ د يادونې په وخت کې نوموړي وويل، 

تاريخ يوه هنداره ده، موږ بايد له تاريخ څخه تجربې راجلب کړو او بايد د تاريخ درناوی او احترام وکړو. راتلونکی به اباد شي، خو تاريخ نه شي بدلېدای. د تاريخ د يادونې موخه د دښمنۍ اوږدېدل نه دي. موخه يې دا ده چې د پخوانيو تېروتنو مخه ونيول شي. د تاريخ يادونه د راتلونکي د ابادولو بنسټ دی او موخه يې نسل په نسل د سولې ساتل دي.

اوسمهال نړيوال جوړښت د چټک بدلون په حال کې دی. د نړيوال اقتصاد د يو لاس کېدو او د ټولنې د اطلاعاتي کېدو په بهير کې د ټولنې توليدي توان لوړ شوی دی. نړيواله ټولنه له دې امله هم له پرمختيايي فرصتونو سره او هم له نويو ننګونو سره مخامخ ده.

رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به په راتلونکو لسو کلونو کې د م م د کارونو څخه د ملاتړ او د څواړخيزو همکاريو د پياوړتيا په موخه د يو ملياردو امريکايي ډالرو په ارزښت د چين او م م ترمنځ د سولې او پرمختګ صندوق جوړ کړي. چين به د م م سوله ساتي توان د چمتوالي په نظام کې برخه واخلي او د اته زرو غړيو په شمول به د سوله ساتی چمتو ځواک جوړ کړي. په راتلونکو پنځو کلونو کې به چين په وړيا توګه د افريقايي هېوادونو له ټولنې سره د سل مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي او د عادي اردو او د بحران د مخنيوي په هکله د چټکو ځواکونو د جوړولو لپاره له افريقايي هېوادونو سره مرسته هم وکړي. ده وويل،

هر څومره چې په نړيوالو حالاتو کې کوم بدلون رامنځته کېږي او چين کوم پرمختګ مومي، چين به هېڅکله تسلط او زور ونه لټوي او هم به خپل قلمرو پراخ نه کړي. چين تل د نړيوال پرمختګ لپاره خدمت کوي او د ګډ پرمختګ پر لارې ټينګار کوي. چين به په پر له پسې توګه د ګډو ګټو پر بنسټ پر ورخلاصې ستراتيژۍ ټينګار وکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ تجربې شريکې کړي. چين هر کلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه د چين له پرمختګ څخه ګټه واخلي او ګډ پرمختګ وموندل شي. چين به په پر له پسې توګه له نورو پرمختيايي هېوادونو سره يو ځای په نړيوال سيستم کې د پرمختيايي هېوادونو، په تېره بيا د افريقايي هېوادونو د استازيتوب او وينا حق د پياوړتيا لپاره زيار وباسي. په م م کې به د چين رايه تل پرمختيايي هېوادونو ته ورکړی شي.(غوټۍ)


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای