CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-09-29 19:05:24

په افغانستان کې د امریکا سفارت د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره درې کلنی مالي ملاتړ اعلان کړ

شپږیزه کرکټ لیګ په افغانستان کې د کورني کرکټ په کچه له مخکښو سیالیو څخه ګڼل کیږي. په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبه کوي او په هره لوبډله کې د زون په کچه لوبغاړو سربیره د ملي، ملي الف او ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړي هم ونډه لري.

په امریکا کې د افغانستان سفارت تیر کال هم د شپږیزې کرکټ لیګ د خپراوي لګښت لپاره پانګونه کړې وه. سږ کال د تیر کال په تفاوت یاد سفارت د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره درې کلن مالي ملاتړ اعلان کړ. ددغه مالي ملاتړ لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لخوا پروپوزل لیږدول شوای وو او د پروپوزل د محتویاتو پر بنسټ د مالي ملاتړ لپاره ځانګړې شوې بودیجه یک تلویزیون ته ورکول کیږي او یک تلویزیون به د دریو کلونو مودې لپاره د شپږیزې کرکټ لیګ ژوندي خپراوي مصارفو ترڅنګ یو شمیر نور اداري مصارف هم د امریکا سفارت لخوا ورکړل شوې بودیجې څخه تر پوښښ لاندې راولي.

د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره د درې کلن مالي ملاتړ ترلاسه کول یوه ستره لاسته راوړنه او د افغانستان کرکټ بورډ اداره به دغو سیالیو ته د نورو پرمختګونو په موخه نورې هلې ځلې هم ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، شپږیزه کرکټ لیګ به سږ کال یو نوی رنګ تجربه کړي. دغه سیالۍ به د نورو کلونو په تفاوت له خورا لوړ معیار سره خپرې شي او د راتلونکو کلونو لپاره به یې معیار په نړیواله کچه ساری ونه لري.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وایي چې، زموږ موخه شپږیزې کرکټ لیګ ته نوی رنګ ورکول دي. دغه رنګ به نه یوازې شپږیزه د افغانستان او نړۍ په کچه مخکښه کړي بلکه د کرکټ له لوبې څخه به د ځوانانو په وده او د دوی لپاره د سالم چاپیریال په وده کې به هم اغیزمن رول ولوبوي.

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبیدونکې افغان ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمیټې نن غرمه د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې لوبیدونکې افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې پنځه یو ورځینۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

لکه څرنګه چې د زمبابوې ملي لوبډلې لوبډلې پر وړاندې د نړیوالو یو ورځینیو او شل اوریزو سیالیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي، نو په شل اوریزه سیالیو کې به څلور لوبغاړي د هغو څلورو لوبغاړو پر ځای لوبه ترسره کوي چې د یو ورځینیو سیالیو په نوملړ کې دي.

ټاکل شوې لوبډله به له سفر څخه وړاندې په الکوزي-کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د یوې اوونۍ لپاره تمرینات ترسره کړي او له تمریناتو وروسته به کوربه هیواد ته د لوبیدو لپاره روانیږي. تمریناتي کمپ به سبا پیل کیږي.

ملي لوبډله به د رسمي سیالیو له پیل څخه مخکې په زمبابوې کې د زمبابوې پیاوړو سیمه ایزو لوبډلو پر وړاندې درې تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، ټاکل شوې لوبډله له هره اړخه مناسبه لوبډله ده او ټاکونکې کمیټې د ټاکنې په اړه اړین وضاحتونه ورکړي دي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، ملي لوبډله له ډیر ښه چمتووالي سره د سیالیو ډګر ته درومي او موږ باور لرو چې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې به زموږ د سږ کال پیل بریالی پیل وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای