CRI Online

چين په نړۍ کې د سيالی توان اته ويشتم مقام خپل کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-09-30 16:14:32

د اقتصاد نړيوال فورم چې مرکزي مقر يې د سويس په ژنيو کې پروت دی، د سپتمبر په ٣٠مه نېټه له ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د ټولې نړۍ د سيالی توان په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې چين په نړۍ کې د سيالی توان ٢٨م مقام نيولی او په نويو سمسور شويو بازارونو کې د چين د سيالی توان ډېر چټک دی، د سويس د سيالی توان د پر له پسي اوو کالونو لپاره لومړی مقام نيولی دی.

په دغه راپور کې د بېلا بېلو هېوادونو د سيالۍ توان مقامونه په ٢٠٠٤ کال کې د اقتصاد د نړيوال فورم له خوا د ټاکل شويو دوولسو ګرافونو او معيارونو له مخې ټاکل شوي دي. د روان کال په راپور کې د نړۍ د يو سلو څلويښتو اقتصإدي هېوادونو په هکله څارنې او ارزونې شوي چې له مخې يې سويس د دوولسو ګرافونو او معيارونو سره سم د غښتليتوب له امله د اووم کال لپاره هم لومړی مقام ونيوه چې د اقتصادي خطرونو د مخنيوي په ترڅ کې يې پياوړی توان څرګند کړی، سينګاپور، امريکا، المان، هالنډ، جاپان، د چين هانکانګ، فنلنډ، سويدن او بريتانيا په جلا جلا توګه له دويم مقام نه تر لسم مقام پورې ځايونه خپل کړي دي.

د مقامونو له مخې د اسيايي هېوادونو د سيالی توان ښه دی. د سينګاپور، جاپان او د چين د هانکانګ مقامونه لا هم د نړۍ په مخکنښو لسو مقامونو کې ځای لري. چين د تير کال په شان ٢٨ م ځای نيولی او د بريکس هېوادونو په پر تله يې مخکنی ځای نيولی. په دغه راپور کې د يوه وړانديز سره سم که چين وغواړی د سيالی توان پياوړی کړي، د دواملرونکي پرمختګ دې پر اقتصادی شکل بدل کړي. د هند د سيالی توان له پنځه کالونو راپدېخوا په شا ګرځند کوي، خو په روان کال کې يې د شپاړسو مقامونو له لوړېدو وروسته ٥٥م مقام نيولي دي.

په راپور کې دې ته اشاره شوي چې اوسمهال دې بېلا بېل هېوادونه د اقتصادی جوړښت دايمی اصلاحات تر سره کړي، د توليد توان دې پياوړی کړي او د استعداد لرونکو کسانو پټ توان دې ولوبوي تر څو د اقتصاد د پرمختګ، د کارونو فرصتونو د زياتوالي، د خلکو د ژوند سويې لوړتيا او په راتلونکې کې د دفاعی توان د پياوړتيا چارو ته کافي ضمانت برابر شي.

د دې راپور د څيړنې له مخې هغه هېوادونه کوم چې د سيالۍ توان يې پياوړی دی، د نړيوال بحران په وړاندی يې غښتلی دفاعی توان ښودلی دی، خو ځينو هېوادونو په ځانګړې توګه سمسور شويو بازارونو له نړيوال بحران وروسته ضعيف حالت څرګند کړی چې دا د انديښنې وړ دی، ښايي دغه هېوادونه د راتلونکی ځل د اقتصادی زلزلې په ترڅ کې له لا زياتو ستونزو سره مخامخ شي. په راپور کې داسی هم ښودل شوی چې په يو هېواد کې د استعداد لرونکو کسانو د روزنې، راجلبولو او استفادې کارونه د سيالی له توان سره نژدی اړيکې لري. هغه هېوادونه کوم چې د سيالۍ توان يې پياوړی دی، له استعداد لرونکو کسانو څخه ډېر ملاتړ کوي. خو په ځينو هېوادونو کې خلک د لوړ کيفيت ښوونې او روزنې ډېر کم فرصتونه لري.

د اقتصاد د نړيوال فورم جوړونکی او اجرائيوی رئيس کلاوس سچواب دا نظر لري چې د څلورم ځل صنعتی انقلاب د نويو کارونو او اقتصادی شکلونو هڅونه کوي، په همدې وخت کې د ځينو اوسنيو کارونه او اقتصادی جوړښت د ضعيفېدو په حال کې دی. که خلک وغواړي په نوي اقتصادی چاپيريال کې د سيالی توان وساتي، بايد د توليد توان د پياوړتيا لپاره د استعداد لرونکو کسانو د کارولو او نوښت په شمول کلی چارو ته پاملرنه وکړي.

د اقتصاد نړيوال فورم د امريکا د کولومبيا پوهنتون د اقتصادی چارو کارپوه له پروفيسر شاوير سالای مارتين په قول ويلی د توليد توان د پياوړتيا سرعت وروالی عادی حالت ګرځيدلی دی چې دا ټولې نړۍ ته ګواښونه رسولي او رسوي يې او د سترو ننګونو په وړاندې د بېلا بېلو اقتصادی هېوادونو توان ته به ژورې اغيزې ورسوي. د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو په هکله تر ټولو ښه تګلاره د اصلاحاتو پلی کول دي او په عمده توګه د نوښت او د کارګرو بازار په ساحو کې د پانګونو اندازې پياوړتيا د استعداد لرونکو کسانو توان د لوړوالي لپاره مهم رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای