CRI Online

يو جنګ شنګ د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې له مشرانو، تقاعد شويو چارواکو او د بېلا بېلو قومونو له استازو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 08:59:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر او د مرکزي کميټې د پلاوي مشر يو جنګ شنګ د سپتمبر په دېرشمه نېټه د شينجيانګ د اينګ بين په هوټل کې د دغې سيمې له مشرانو، تقاعد شويو چارواکو او د بېلا بېلو قومونو له استازو سره وکتل او ورسره يې عکسونه واخيستل.

د مرکزي کميټې د پلاوي مرستيالې ليو يان دونګ او د چين د کمونېست ګوندد مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د شينجيانګ د اويغور د خپلواکې سيمې ګوندي منشي جانګ چون شيان په شمول ګڼ شمېر مشرانو په دغه کتنه کې هم ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای