د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس او هم د مرکزي حکومت د پلاوي مشر يو جنګ شنګ د سپتمبر په ٣٠مه نېټه د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې او حکومت کاري رپوټونه واوريدل او ويې ويل، چې د شينجيانګ په هکله د مرکزي حکومت د دوهمې کاري غونډې روحيه دې پلې شي او د شينجيانګ د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت د رامنځته کولو موخې د پوره کولو لپاره دې هڅې وشي.
يو جنګ شنګ وويل، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې په بېلابېلو چارو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې ترلاسه شوې، په تېره بيا د بهرنيو دښمن ځواکونو په وړاندې مو له بېلابېلو قومونو سره ملي يووالی ساتلی ، د قوانينو له مخې له دريو ځواکونو سره مبارزه کړې او ټولنيز ثبات مو ساتلی دی. دغه لاسته راوړنې د کمونيست ګوند د مشرۍ ، د هېواد د ټولو خلکو د ملاتړ او د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو د کوششونو نتيجه ده.
يو جنګ شنګ دې ته اشاره کړې،چې د شينجينګ په اړه د مرکزي حکومت په دوهمه کاري غونډه کې د شينجيانګ د پرمختګ لپاره يو لړ غوښتنې وړاندې شوې او د دغو غوښتنو له مخې موږ بايد د شينجيانګ د بېلتون پرضد مبارزې ته په درنه سترګه وګورو، د ترهګرۍ پرضد مبارزه دې په ټينګه ترسره کړو او د شينجيانګ د چاپيريال ساتنې،اقتصاد او ښوونې په شمول زياتو برخو کې بېلابېل تدابير دې په جدي توګه پلی کړو.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |