CRI Online

يو جنګ شنګ د شينجيانګ د پوځ، د توليد او ابادۍ د لښکر، د وسله والو پوليسو او د قانوني او عدلي څانګو له استازو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 14:52:03

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر او د مرکزي کميټې د پلاوي مشر يو جنګ شنګ د سپتمبر د دېرشمې نېټې په سهار په جلا جلا توګه د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د پوځ، د توليد او ابادۍ د لښکر، د وسله والو پوليسو او د قانوني او عدلي څانګو له استازو سره وکتل. نوموړي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې، د دولتي شورا، د پوځې مرکزي کميټې او د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب يادو استازو ته نيکې هيلې او سلامونه وويل.

نوموړي د پوځ له استازو سره د کتنې په ترڅ کې د ځمکنۍ بشپړتيا، د سرحدي سيمې د امنيت، د شينجيانګ د ټولنې د ثبات او د افراطيت، ترهګرۍ او بېلتون غوښتونکو سره د مقاومت او د شينجيانګ د ابادۍ په ساحو کې د دغه اردو لوړه ستاينه وکړه.

د شينجيانګ د توليد او ابادۍ د لښکر له استازو سره د کتنې په ترڅ کې يې وويل، چې د دغه لښکر غړي نسل په نسل د شينجيانګ د ابادۍ، د بېلا بېلو قومونو د يووالي، د اقتصاد او ټولنې د پياوړتيا او د سرحدي سيمې د ساتلو لپاره خدمتونه کړي دي او کوي يې.

د وسله والو پوليسو له استازو سره د کتنې په ترڅ کې نوموړي وويل، چې اوسمهال د شينجيانګ لپاره کليدي اهميت لري. په شينجيانګ کې وسله وال پوليس مهمه دنده پر غاړه اخلي. هيله لرم چې ټول وسله وال پوليس به د شينجيانګ په اړه د مرکزي کميټې د عمومي تګلارو سره سم له ځايي اوسيدونکو سره نژدې تماس ونيسي او د شينجيانګ د ټولنې د دايمي سولې او امنيت د ساتلو لپاره هڅه وکړي.

د قانوني او عدلي څانګو له استازو سره د کتنې په ترڅ کې يې د وطن او ټولنې د ثبات او د خلکو د ګټو د ساتلو په برخو کې د قانوني او عدلي څانګو د کارکوونکو د خدمت او رول لوړه ستاينه وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای