CRI Online

انضمام الحق به د افغان کرېکټ ملي لوبډلې روزنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-10-07 16:23:53

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخواني کپتان او توپ وهونکي انضمام الحق ویلي چې د افغان کرېکټ لوبډلې روزنه به ترسره کوي.

افغان کرېکټ لوبډله روان میاشت زمبابوې ته د یو لړ لوبو لپاره روانېږي.

په دغه سفر کې به د افغانستان ملي ټیم له زمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي.

دغه ټولې لوبې به د زمبابوې په بولاوایو لوبغالي کې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې انضمام د ازموینې پر مهال د کرېکټ نړیوالې شورا غړو او د کرېکټ بورډ ادارې مسئولینو لخوا وټاکل شو.

۴۵ کلن انضمام الحق ۱۲۰ ټیسټ او ۳۷۸ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي.

له انضمام الحق وړاندې، د پاکستان دوه پخواني ټیسټ لوبغاړي کبیر خان او راشد لطیف هم د افغان لوبډلې روزونکي پاتې شوې دي. کبیر خان تر ډېرې مودې د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړه.

انضمام به له افغان لوبډلې سره زمبابوې ته یوځای سفر کوي او هلته به د دغې لوبډلې په روزنه بوخت وي.

ده وویل، د اکتوبر میاشت پر پنځمه زمبابوې ته روانېږي او تقریبا یوه میاشت به له افغان لوبډلې سره وي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ به د لوبو پیل د اکتوبر پر ۱۶مه د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کېږي.

انضمام الحق له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو څه موده مخکې له ده غوښتي وو چې د لوبډلې روزنه وکړي او ده خپل چمتووالی ښوولی و.

خو نوموړي وویل، په اوږدمهاله ډول دغه دنده نه شي ترسره کولی.

د دې تر څنګ، نوموړي وویل، که د پاکستان د کرېکټ غوره لیګ لوبډلو یا بله کومه لوبډله هم ورته د روزنې وړاندیز وکړي، نو حتما به پرې غور کوي.

تر ده وروسته، د افغان کرېکټ بورډ چارواکو لوبډلې لپاره د انګلستان انډي مولز د روزونکي په توګه وګوماره خو د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو نه وروسته د نوموړي د کار موده و نه غځول شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای