CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او بيارغونې له بهير څخه فعال ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2015-10-08 09:12:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي وو های لونګ د اکتوبر په اوومه نېټه د افغانستان د کډوالو مسئلې په اړه يوه غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او بيارغونې له بهير څخه فعال ملاتړ وکړي.

ښاغلي وو وويل، چين د افغانو کډوالو د مسئلې په اړه درې فقريز وړانديز لري: لومړی، نړيواله ټولنه بايد افغانستان او شاوخوا هېوادونو ته بسپنې برابرې کړي تر څو د کډوالو د ترتيب په اړه د دوی توان لوړ شي. دوهم، اړوندې خواوې بايد خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي. درېيم، اړوندې خواوې بايد د افغان  کډوالو مسئلې د حل و فصل لپاره زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه، د چين حکومت تل د افغانستان د سولې او بيارغونې له بهير څخه کلک ملاتړ کړی او کوي يې. له ٢٠٠٢ کال راهيسې، چين افغانستان ته تقريبا درې سوه شل مليونه امريکايي ډالره بې له ګټې بسپنې برابرې کړې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای