CRI Online

چين په افغانستان کې د سولې او بيا رغونې بهير څخه د ملاتړ لپاره درې فقره ييز وړانديز کوي.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-08 15:46:55

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر په ۷مه نيټه په ژنيو کې د م م په فرعي څانګه کې او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي لوی سفير وو های لونګ د م م د کډوالو اجرائيوي کميسيون ۶۶مې غونډې تر چوکاټ لاندې د افغان کډوالو مسئلې په يوه لوړ پوړې ناسته کې څرګنده کړه چې څه باندې ۳۰ کلونو د جګړو او کورنۍ ګډوډۍ له امله افغانستان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لويه سرچينه ګرځېدلې ده. د افغان کډوالو مسئله نه يوازې د افغانستان د بيا رغونې په بهير پورې اړه لري، بلکې د دغه هېواد حتی د سيمې په سولې او ثبات باندې هم ژوره اغېزه کولای شي. چين په دې اړه درې فقره ييز وړانديز کوي.

لوی سفير وو های لونګ د همدې ورځې په ياده لوړ پوړې ناسته کې وويل چې افغان مسئله په اوسنۍ نړيواله ټولنه کې له يو لړ پام وړ مسئلو څخه يوه شمېرل کېږي. له ۲۰۰۲کال راهيسې تقريباً ۵۸ لکه افغان کډوال په خپله خوښه بېرته خپل وطن ته راستانه شوي، خو تر اوسه پورې ۲۶ لکه تنه لا هم د هېواد په بهر کې پاتې دي. اوس مهال په افغانستان کې لس کلن اصلاحات تازه پيل شو چې د ملي يووالي، سوله ييز پرمختګ او بيا رغونې په شمول يو لړ قيمتي فرصتونه په لاس کې لري، خو پر همدې مهال هم له زياتو سختو ننګونو سره مخامخ دی. افغانان چې سختې جګړې يې وګاللې، غواړي خپل وطن د تلپاتې سولې او پرمختګ په لار کې ګامونه پورته کړي. يو واحد، ثابت، پرمختللی او دوستانه افغانستان د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري. يوازې په دې شرط چې افغانستان په واقعي توګه د سولې او بيا رغونې بهير او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پرمخ بوزي، د افغان کډوالو مسئله په هراړخيزه او دايمي توګه حل کېدای شي.

( لومړی اواز)

لومړی، نړيواله ټولنه بايد د افغان کډوالو مسئلې د حل لپاره لا زياته پانګونه وکړي. دوهم، نړيواله ټولنه دې په ياده مسئله کې خپل منځنې همغږي پياوړې کړي، په تېره بيا اوسني نړيوالې سرچينې دې په ښه توګه وکاروي. درېيم، نړيواله ټولنه بايد تر خپلې وسې پورې د افغانستان د سولې، ثبات او بيا رغونې څخه ملاتړ وکړي او د افغان حکومت دې خپل واکمن توان پياوړی کړي، تر څو له بيخ نه افغان مسئله حل شي.

لوی سفير وو های لونګ څرګنده کړه چې له څو کلونو راهيسې د م م د کډوالو عالي کميشنرۍ ، اړوندو ارګانونو او د سره صليب نړيوالې ټولنې په شمول بشري سازمانونو افغان کډوالو ته سترې مرستې برابرې کړې دي. برسيره پر دې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه پاکستان او ايران هم د زيات شمېر افغان کډوالو د تنظيمولو لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي. چين د يادو سازمانونو او هېوادونو ستاينه کوي. په همدې وخت کې چيني حکومت تل په ټينګه او مثبته توګه د افغانستان د سولې او بيا رغونې له بهير څخه ملاتړ کوي. له ۲۰۰۲ کال نه تر اوسه پورې چين افغانستان ته د ۳۲۰مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بې له ګټې مرستې برابرې کړې، په دغه هېواد کې يې د افغانانو ژوند د ښه والي په موخه زياتې پروژې جوړې کړې او زياتې ښې ټولنيزې ګټې يې لاسته راوړې دي. د دې تر څنګ چين به په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ دوو کلونو کې دغه هېواد ته لا نور تقريباً ۱۶۰مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وړيا مرستې هم ورکړي. چين به د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ابادۍ ته دوام ورکړي او غواړي د يو کمربند او يوې لار ې وړانديز تر چوکاټ لاندې د افغانستان د خپلواک پرمختګ توان د پياوړتيا په برخه کې کومک وکړي او د سيمه ييزې همکارۍ په بهير کې د دغه هېواد د ګډون ملاتړ وکړي. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره په ګډو کوښښونو سره په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سمسورتيا د تر سره کېدو په موخه مرستې برابرې کړي او د افغان کډوالو مسئلې د ښه حل په خاطر هلې ځلې وکړي.

لوی سفير وو تر يادې ناستې وروسته له چيني خبري رسنيو سره مرکه وکړه. هغه په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو سازمان پر روغتون د بريد په اړه دې ته ګوټڅنډه وکړه چې هېڅ بشري سازمان بايد د بريد موخه و نه ګرځي.

( دوهم اواز)

دغه پېښه يوه تراجدي پېښه ده. موږ پرې حيرانتيا او تاسف احساسوو. هيله ده چې اړوندې خواوې د دې پېښې پلټنه وکړي او نړيوالې ټولنې ته يو څرګند او جدي ځواب ورکړي. زموږ په نظر هېڅ بشري سازمان بايد د بريد موخه و نه ګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای