د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بې پولې ډاکټرانو نړيوال طبي او مرستندويه سازمان د اکتوبر په ۸مه نېټه په کابل کې په يوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې د کندز پر روغتون باندې د امريکا د هوايي بريد په اړه تحقيقات دې د درې خوا يعنې خپلواک نړيوال سازمان لخوا تر سره شي او اړوندو کسانو ته سزا ورکړي.
د دغه سازمان عمومي مدير کريستوفر ستوکيس خپلواک نړيوال سازمان بايد په تحقيقات کې برخه واخلي، تر څو د تحقيقات شفافيت او رښتيا وساتل شي. طبي او روغتيايي سازمانونه د بريدونو موخه نه ده، نو پر ياد روغتون باندې بريد له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده، نو اړوند تحقيقات دې په جدي توګه تر سره شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |