د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت په بلنه،د چين د ازادي بخښونکی پوځ د لوی درستيز مرستيال سون جيان ګوه د اکتوبر په اتمه نېټه په مسکو کې د افغانستان مسئلې په اړه يوه نړيواله غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي سون دې ته اشاره وکړه چې اړوند هېوادونه او نړيواله ټولنه بايد د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو له لحاظه په فعاله او رغنده توګه د افغانستان په بيارغونه کې ګډون وکړي. اړوندې خواوې بايد د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې له بهير څخه ملاتړ وکړي، بايد له افغانستان سره د مرستې په اړه خپلې ژمنې پوره کړي تر څو د هېواد ادارې او پوځي توان د لوړتيا په برخو کې د افغانستان قوت پياوړی شي.
ښاغلي سون پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د يوه ښه ګاونډي هېواد په توګه، چين له يو يووالي، ثابت او سمسور افغانستان څخه ملاتړ کوي او غواړي د افغانستان مسئلې په اړه له نړيوالې ټولنې سره ستراتيژيکي باور پياوړی کړي او په ګډه يوه ثابته سيمه ييزه زمينه برابره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |