CRI Online

د چين استازي له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ د اجندا د عملي کېدو په هکله وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-10-09 15:36:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين د دايمی استازي مرستيال وانګ مين د اکتوبر په ٨مه نېټه له ٢٠١٥ کال وروسته په هراړخيزه توګه د پرمختګ د اجندا د عملي کېدو په هکله د م م د عمومي اسامبلې دويمې کميټې ته وړانديز وړاندی کړ او څرګنده يې کړه چې چين به په هراړخيزه او فعاله توګه له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ اجندا عملی کړي او د نړۍ د پرمختګ او سمسورتيا لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

د م م د د ٧٠مې دورې عمومي اسامبلې دويمې کميټې چې د اقتصادي مسئلې د حل دنده پر غاړه لري، په همدې ورځ عادی بحثونه تر سره کړل. وانګ مين په خپله وينا کې وويل د چين په اند د دغې دويمې کميټې په شمول د م م د روانې دورې عمومي اسامبلې بايد په هراړخيزه توګه له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ اجندا ته ډېره پاملرنه وکړي. نو بايد د بېلا بېلو هېوادونو هڅونه وکړي شي چې له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ اجندا دندې پر غاړه ولري، لومړی دی بی وزلي له منځه يوسي، نړيوالې همکاريزې اړيکې دې پياوړې کړي، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ دې پياوړې کړي، د پرمختګ نړيوال جوړښت دې بشپړ کړي، د اقليمی بدلون، د غلودانو او انرژيو د امنيت په شمول د نويو ننګونو سره د مقابلې په هکله دې همکارۍ ټينګې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای