د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيوچارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په نهمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې جاپان د اوږدې مودې راهيسې ګڼ شمېر حساسي اټومي توکي ساتي چې له امله يې د اټومي وسلو د خپرېدو په شمول ډېر خطرونه رامنځته شوي، نو جاپان دې د دغو خطرونو د مخنيوي لپاره اغېزمن تدابير غوره کړي.
د چين د وسلو او ځواکونو د کنترول او کمولو ټولنې او د چين د اټومي ساينس د معلومات او اقتصاد انسټيټيوټ په شمول د چين يو شمېر علمي ارګانونو په نهمه نېټه په ګډه سره د جاپان د اټومي توکو په اړه يو رپوټ خپور کړ چې له مخې يې جاپان له اوږدې مودې راهيسې له خپلو اړتياوو څخه ګڼ شمېر حساسي اټومي توکي ساتي او دا به د جاپان، شاوخواوو هېوادونو ان ګردې نړۍ امنيت ته خطرونه ورسوي. هوا چون ينګ په دې اړه وويل، د جاپان ګڼ شمېر اټومي توکي د زياتو هېوادونو او ډېرو کارپوهانو د اندېښنې وړ ګرځېدلي دي. جاپان دې په مسئولانه ډول د دغې مسئلې د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |