CRI Online

په اسرائيل او فلسطين کې څو شخړې رامنځته شوې

cri     (GMT+08:00) 2015-10-10 09:21:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د اکتوبر په ٩مه نېټه په اسرائيلو او فلسطين کې د شخړو له امله ٤ فلسطينيان او ٣ اسرائيليان ټپيان شوي دي او يو فلسطيني بريدګر ووژل شو.

د اسرائيلو پوليسو وويل چې د ٩مې نېټې په سهار د اسرائيلو په جنوب ديمونا ښار کې د شخړې له امله ٤ تنه فلسطينيان ټپيان شوي دي.د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو د دې پېښې غندنه او د بريدګرو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

په دې وروستيو ورځو کې په فلسطين او اسرائيلو کې امنيتي حالات ډېر ترينکلی شوی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای