CRI Online

د ايران يو لوړپوړی چارواکی په سوريه کې ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-10-10 09:26:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د لبنان د پن عرب الميدان تلويزيون د اکتوبر په ٩مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران يو لوړپوړی چارواکی حسن هاماداني په همدې ورځ د سوريې په اليپو ښار کې ووژل شو.

د خبر له مخې،هاماداني د ايران د انقلابي دفاعي ډلې قوماندان او په سوريه کې د سوريې حکومتي سرتېريو پوځي سلاکار و.

د ايران د فارس نيوز اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اکتوبر د ٨مې نېټې په شپه هاماداني په اليپو کې د داعش د وسله والو له خوا ووژل شو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای