د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د ماليې وزارت د اکتوبر په ١٠مه نېټه د چين،جاپان او جنوبي کوريا د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانک د مشرانو ګډه اعلاميه خپره کړه او اعلان يې وکړ چې د پولي ثبات د ساتنې په برخه کې به خپلمنځي تبادله پياوړې کړي.
نوموړو ٣ هېوادونو په غونډه کې د اوسنيو اقتصادي حالاتو،د ٣ هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په اړه بحث وکړ.درېيو خواوو موافقه وکړه چې په پر له پسې توګه به موثرې اقتصادي تګلارې پلې کړي او په عين وخت کې به د جوړښتونو اصلاحات پياوړی کړي تر څو د اقتصاد دايمي غښتلی ،برابری او دواملرونکي پرمختګ وموندل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |